د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي، په شمالي عراق کې د یوې ایراني بېپیلوټه بریدګرې الوتکې د ناچاودو مهماتو د خوندي شنډولو پر مهال یو امریکايي سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
سېنټکام زیاته کړې، دا پېښه د جولای په ۱۸مه رامنځته شوې او له دې سره په عراق او اردن کې د وروستیو پېښو پر مهال د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر درېیو ته رسېدلی دی.
د امریکا پوځ ویلي، د وژل شوي سرتېري هویت به تر هغه نه افشا کوي، څو یې کورنۍ په رسمي ډول نه وي خبره شوې.

