په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست، نقیبالله احمدي د برونای دارالسلام د پلان او پراختیا وزارت له مرستیالې او د سلطان حسن البلقیه بنسټ له مشرې، ډاکټر نور امتحان سره کتلي دي.
ياد سفارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او برونای ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، فرهنګي او بشري همکاریو او ګډ تعامل د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
دواړو لوريو د همکارۍ د پراختيا پر اهمیت ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ګډو همکاریو په برخه کې عملي او مثبتې پایلې ترلاسه شي.

