ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوراوي بهیر پیل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې دې ادارې له خوست وروسته په ننګرهار ولایت کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي لړۍ پیل کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کې د غوراوي بهیر له سیالیو ۶۴ لوبغاړو ګډون درلود چې له ډلې یې د ننګرهار کمپ ته له خپلمنځي سیالیو ۳۳ لوبغاړي غوره شوي، او ورسره به د بېلابېلو روزونکو له لوري د وړتیا لوړونې او فزیکي تکړښت په برخه کې کار وشي.
د افغانستان کرکټ بورډ لیکلي چې د یاد کمپ د وړتیا لوړونې او فزیکي تکړښت برخې د ننګرهار په «نجیب الله تره‌کي» کرکټ لوبغالي او د سیالیو برخه یې د ننګرهار په «غازي امان الله خان» کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د سرچینې په وینا چې د غوراوي پروسې د ټولو پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د غوراوي کمېټې غړو او روزنیزې ډلګۍ له لوري د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې څه موده مخکې د دې پروسې لپاره د کورني کرکټ د دویمې او لومړۍ درجې ولایتي سیالیو او د توپ اچونې په برخه کې د ازادې سیالۍ د موندل‌شویو څخه په ټوله کې ۶۴ پیاوړي او ځلېدلي لوبغاړي ټاکل شوي وو چې له هغې ډلې یې د ننګرهار کمپ لپاره ۳۳ لوبغاړو لار موندلې ده.

اړوند خبرونه