ډېر لوستل شوي

د ګازو نوې بیې اعلان شوې؛ هرات کې تر ټولو ارزانه پلورل کېږي

د دولتي نفت او ګاز شرکت په څو ولایتونو کې د مایع ګاز نوې بیې اعلان کړې او ویلي یې دي چې د بازار د تنظیم او د بیو د بې‌ځایه لوړوالي د مخنیوي لپاره به د مناسبې بیې په وړاندې کولو دوام ورکړي.

د تازه نوي اعلان شويو بيو له مخې، د ګاز د هر کیلو بیه په کابل او پروان کې ۶۶ افغانۍ، بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، بلخ کې ۶۴ افغانۍ او هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

یاد شرکت وایي، د دې اقدام موخه د بازار ثبات، د نرخونو کنټرول او د مناسبې بیې په بدل کې د مایع ګاز ته د خلکو لاس‌رسی دی.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د نفتي توکو او مایع ګاز د بیو لوړوالي د خلکو اندېښنې زیاتې کړې وې.

اړوند خبرونه