ډېر لوستل شوي

میرویس عزیزي: د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرل شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند له افغان سوداګر او پانګوال، میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره کتلي، او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي ویلي چې د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي او ژر به یې هېواد ته د لېږد چارې پيل کړي.
بلخوا د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ اړوندو امارتي ادارو او یاد شرکت له استازو څخه جوړې شوې تخنیکي کمېټې راپور وړاندې کړی چې له مخې یې د کابل ولایت په نغلو سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د پروان ولایت په باریک‌اب سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا او په غزني ولایت کې د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو د امکان سنجۍ مطالعات بشپړ او د برېښنا د پېر تړونونه یې لاسلیک شوي.
په دغه راپور کې راغلي چې د دې ترڅنګ په تخار ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه برېښنا، په بغلان ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا، د نغلو او غزني سب‌سټېشنونو جوړولو او د کابل ولایت له تره‌خېل سیمې څخه تر صنایع سبز پورې د انتقالي لین غځولو پروژو پر تخنیکي موضوعاتو بحثونه روان دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې ښاغلي برادر د دې تخنیکي کمېټې لاسته‌راوړنې ستایلې او اړوندو امارتي ادارو ته یې د کارونو د لا چټکتیا په موخه لازمې سپارښتنې کړې او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

اړوند خبرونه