د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان په لاسلیکولو سره پر ځینو کاناډایي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې چې ټاکل شوې د روان کال د اګسټ په ۱۹مه نافذه شي.
رویټرز د سپینې ماڼۍ په حواله ویلي چې دا اقدام یې په کاناډا کې د امریکایي موټرو، الکولي مشروباتو او لبنیاتو پر وړاندې د توپیري چلند په غبرګون کې کړی دی.
د سپینې ماڼۍ په وینا، کاناډا نه یوازې پر امریکایي موټرو تعرفې لګولي، بلکې په تېرو شاوخوا ۱۲ میاشتو کې یې د دغو موټرو واردات ۲۲ سلنه راکم کړي، په داسې حال کې چې له نورو هېوادونو یې د موټرو واردات زیات شوي دي. همدارنګه، په ګڼو کاناډایي ښارونو کې یوازې د امریکایي الکولي مشروباتو پر پلور بندیز لګېدلی دی.
ټرمپ تر دې وړاندې هم پر کاناډا د ځنګلي اورونو د لوګیو له امله نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې د دغو لوګیو د مهار لګښت به هم د کاناډایي توکو پر تعرفو کې شامل کړي.
د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ په وروستیو میاشتو کې زیات شوی او دواړه هېوادونه د تعرفو او سوداګریزو محدودیتونو له لارې پر یو بل فشار زیاتوي.

