ډېر لوستل شوي

د ټرمپ اداره: نه غواړو د عراق او افغانستان په څېر اوږدو جګړو کې ښکېل شو

د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هیګست ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر اوږدمهالو جګړو کې ښکېله شي او د ایران په اړه یې تګلاره د رژیم بدلون نه، بلکې د دغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی.

هیګست زیاته کړې، د «لومړی امریکا» او واقع‌بینانه سیاست له مخې به واشنګټن ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هېڅکله اټومي وسلو ته د رسېدو توان پیدا نه کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام او سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله له اوږدې مودې راهیسې کړکېچ روان دی، خو د ټرمپ اداره ټینګار کوي چې د منځني ختیځ په اوږدو جګړو کې د ښکېلتیا پر ځای به د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي پر ستراتیژۍ تمرکز وکړي.

اړوند خبرونه