د امریکا د انرژۍ وزارت ویلي، واشنګټن او ریاض تر کلونو خبرو وروسته د ملکي اټومي انرژۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.
د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان کولای شي د امریکا د ټکنالوژۍ په کارونې اټومي بټۍ جوړې او یورانیم غني کړي، خو ځینو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د یورانیمو غني کول ښايي په راتلونکي کې دې هېواد ته د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا هم برابره کړي.
د رویټرز راپور له مخې، د جو بایډن د ادارې د پخواني وړاندیز خلاف، په دې هوکړه کې سعودي د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ناڅاپي او پراخو پلټنو منلو ته نه دی مکلف شوی.
ټاکل شوې ده، دا هوکړه د امریکا کانګرس ته ولېږدول شي او که کانګرس یې د ۹۰ کاري ورځو په موده کې رد نه کړي، په رسمي ډول به نافذه شي.

