نيويارک ټايمز راپور ورکړی چې د منځني ختیځ د جګړو دوام، په بابالمندب کې د حوثیانو ګواښونه او د هرمز تنګي تړل کېدو د نړیوال بازار د تېلو بیې لوړې کړې دي.
د نړیوالو بازارونو د شمېرو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د یوه بېرل خامو تېلو بیه نږدې ۹۶ ډالرو ته رسېدلې چې دا په تېرو شپږو اوونیو کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
راپورونه ښيي، د امریکا د خامو تېلو زېرمې هم کمې شوې دي. د تېرې اوونۍ د معلوماتو له مخې، د دې هېواد د تېلو زېرمې شاوخوا ۳۱۱ میلیونه بېرلو ته راټیټې شوې چې دا په څو لسیزو کې تر ټولو ټیټه کچه ګڼل کېږي. نيويارک ټايمز د نړیوالو شنونکو په حواله ويلي، د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ او د انرژۍ د لېږد پر مهمو لارو د فشارونو زیاتېدو د نړیوالو تېلو پر بازار مستقیم اغېز کړی او د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

