ډېر لوستل شوي

مسجدالاقصی په تړاو د اتو اسلامي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې کوم ټکي ذکر شوي؟

د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن، مصر، قطر، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې اقصی جومات ته د صهیونیست رژیم د ملي امنیت وزیر ایتمار بنګویر او د نورو یهودانو ننوتل په کلکه غندلي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه اقدام د مسجدالاقصی د تاریخي او حقوقي وضعیت ښکاره سرغړونه ده او ښایي په سیمه کې تاوتریخوالی لا پسې زیات کړي.

د اعلامیې په یو شمېر مادو کې راغلي: په بیت المقدس کې د اسلامي او مسیحي مقدسو ځایونو پر سر د اردن د سرپرستۍ او ولایت درناوی باید وشي؛ د مسجدالاقصی د تاریخي او حقوقي وضعیت د بدلون هر ډول هڅې باید ودرول شي؛ یواړخیزې او پاروونکي کړنې چې د سیمې خطر او ثبات ګواښي، له کېدو یې ډډه وشي؛ د بیت المقدس په اړه باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو درناوی وشي.

اړوند خبرونه