ډېر لوستل شوي

برلین کې پر یوې راټولېدنې د موټر د وروستلو پېښه؛ یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي

د جرمني په پلازمېنه برلین کې تېره شپه یوه کس خپل موټر د هم‌جنس خوښوونکو پر یوې راټولېدنې وروستی چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز راپور له مخې، په ټپیانو کې د اتو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. د برلین پولیسو ویلي، د پېښې عامل یې پېژندلی او د نیولو لپاره یې پلټنې او عملیات روان دي.

په وروستیو کلونو کې په اروپا کې د خلکو پر ګڼو راټولېدنو د موټر د وروستلو ورته پېښې هم شوې چې ځینې یې د قصدي بریدونو په توګه څېړل شوي دي.

اړوند خبرونه