ډېر لوستل شوي

رييس‌الوزرا سره د اوزبيکستان لومړي وزير مرستيال کتنه؛ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پر پراختيا شوې

رييس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې د اوزبيکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال په حواله ويلي، د دغه لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د شویو ژمنو عملي کول دي.

 نوموړي زیاته کړې چې د روان کال له پیل راهیسې اوزبيکستان ته د افغانستان صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي او تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې هم ورکړل شوې دي.

رييس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند د اوزبيکستان له پلاوي د هرکلي ترڅنګ ويلي، د اوزبيکستان د دې لوی پلاوي سفر د افغانستان پر راتلونکې د هغه هېواد د باور څرګندونه ده.

رييس‌الوزرا ټینګار کړی چې افغانستان له اوزبيکستان سره د اړیکو پیاوړتیا او د دواړو لوريو د شویو ژمنو عملي کولو ته بشپړ ژمن دی.

اړوند خبرونه