په فرانسې او اسپانیا کې د سختو بادونو له امله پراخ ځنګلي اورونه لا پسې خپاره شوي چې سلګونه اوروژونکي یې د مهارولو هڅې کوي.
د فرانسې د بوردو ښار شاوخوا سیمو کې زرګونه خلک ایستل شوي او اور د ښار پر لور مخ په پراخېدو دی.
بلخوا د اسپانیې په پلازمېنه مادرید کې د اورونو له لوګي وروسته روغتیايي چارواکو د هوا د ککړتیا خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي.
مسوولین وایي، سخت بادونه او د تودوخې څپې د اورونو د چټک خپرېدو اصلي لاملونه دي.
اروپا سږکال له بېساري ګرمۍ او وچکالۍ سره مخ ده چې له امله یې په فرانسې او اسپانیا کې پراخ ځنګلي اورونه لګېدلي او سلګونه زره کسان یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

