د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي په موخه په کابل کې د افغان – اوزبیک سوداګریز فورم د لوړپوړو افغان او اوزبیک چارواکو او د خصوصي سکتور استازو په ګډون پرانیستل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دوهاړخیزې سوداګرۍ حجم به ۵ ملیارد ډالرو ته لوړ شي.
نوموړي همداراز له افغان او اوزبیک پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
سرچینې لیکلي چې د اوزبیکستان مرستیال صدراعظم، جمشید خواجهیف هم د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځتهکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته همداراز لیکلي چې په دې غونډه کې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې دي.

