ډېر لوستل شوي

اقتصادي معاونیت: د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړېږي 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي دي.

د خبرپاڼې له خې چې دې غونډې ته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه یوشمېر وړاندیزونه د بحث لپاره وړاندې شوي دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وړاندیزونو له مخې به د مالیې، کورنیو چارو او نور ښکېل وزارتونه او ادارې په شیرخان بندر کې لازمې زېربناوې ایجاد او شته زیربناوو ته به پراختیا ورکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت لیکلي چې همداراز به له تاجکستان سره په همغږۍ د دغه بندر په کاري ساعتونو کې زیاتوالی راولي، څو زیات شمېر ټرانسپورټي موټرو ته د تګ راتګ زمینه برابره شي.

سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې ټولګټو وزارت ته لارښوونه شوې چې د کټای دهلیز د فعالولو لپاره، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په واسطه د ایران – افغانستان – تاجکستان او قرغزستان ترمنځ رامنځته شوی، د افغانستان په خاوره کې د اړتیا وړ ریلي تاسیسات جوړ کړي.

اړوند خبرونه