ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي د بهرنیو ادارو له لوري افغانستان کې د زېربنايي پروژو پر تطبیق ټینګار کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي سازمان (UNDP) نوي مرستیال «تورهان صالح» د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي. 

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې دواړو لوریو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو ادغام، د روغتیا او کرنې اړوند همکاریو، د نشه‌يي توکو د بدیل معیشت، چاپېریال‌ساتنې، اقلیم بدلون او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي د بشري مرستو ترڅنګ د انکشافي او زېربنايي پروژو د پلې‌کېدو پر ارزښت ټینګار کړی او په وینا یې چې اسلامي امارت په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره دوامداره همکاري کوي.  بلخوا تورهان صالح د افغانستان له لومړیتوبونو سره د UNDP د پروګرامونو د همغږۍ ډاډ څرګند کړی او په وینا یې چې یاد سازمان به د افغانانو اړتیاوو په کتو د انکشافي پروژو او ظرفیت‌لوړونې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه