ډېر لوستل شوي

واشنګټن ته د نتنياهو رسېدل؛ ايا امريکا به نوې جګړې کې ښکېله شي؟

د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د متحده ايالتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې لپاره واشنګټن ته رسېدلی.

ټاکل شوې چې دواړه لوري په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو او مهمو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

نتانیاهو به د خپل سفر پر مهال د امریکا د جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهام د یادغونډې په مراسمو کې هم ګډون وکړي چې د اسراييلو له مشهور ملاتړ کوونکو سیاستوالو څخه ګڼل کېږي. ويل‌کېږي چې واشنګټن ته د نتنياهو سفر او له ټرمپ سره د نوموړي ليدنه به امريکا يو ځل بيا نوې جګړه کې ښکېله کړي.

اړوند خبرونه