د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه له ارزونې وروسته د تایید وړ بلل شوې ده.
ياد معاونيت وايي، په همدې غونډه کې د جوزجان په شبرغان ښار کې د عامې روغتیا وزارت پر ځمکه د کفټریا او هټیو د جوړولو طرحه هم له ارزولو وروسته د تایید وړ بلل شوې ده.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دواړه طرحې د پانګونې د پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ارزول شوې او د اړوندو اصولو له مخې یې د تایید پرېکړه شوې ده.

