ډېر لوستل شوي

سعودي: د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید مو شنډ کړ

د سعودي عربستان دفاع وزارت خبر ورکړی چې د هېواد هوايي دفاعي ځواکونو یې څو بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړې چې غوښتل یې د هېواد په ختیځ ولایت کې د تېلو تاسیسات په نښه کړي.

د وزارت په وینا، یادې بې‌پیلوټه الوتکې د عراق له خاورې توغول شوې وې او برید یې د ایران پلوه وسله‌والو ډلو پورې تړلی بللی دی.

سعودي حکومت دا برید غندلی، له عراقه یې غوښتي چې خپله خاوره د ورته بریدونو لپاره ونه کارول شي او ټینګار یې کړی چې د خپلې خاورې او حیاتي تاسیساتو د دفاع حق لري.

اړوند خبرونه