رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې د سیمهییزو ټاکنو له دویم پړاو مخکې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ (نواز) د ټاکنو په لومړي پړاو کې د سیالۍ له ۱۳ څوکیو څخه ۹ ګټلې دي.
چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله ټاکنې د یوې ورځې پر ځای په درېیو پړاوونو وېشلې دي.
ټاکل شوې دویم او درېیم پړاو یې د اګست په ۲مه او ۱۰مه ترسره شي.
بلخوا، د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان ګوند د احتمالي ټاکنیزو درغلیو د اندېښنو له امله دغه ټاکنې تحریم کړې دي.

