د ایران د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون وايي چې د قشم ښار د چاهتنګو په سیمه کې پر یوه استوګنیز کور د امریکا د برید له امله د یوې کورنۍ درېيو غړو ژوند بايللی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
فارس خبري اژانس د ياد پوهنتون په حواله ويلي، په قربانيانو کې د کورنۍ پلار، مور او یو دوه کلن ماشوم شامل دي او دوه نور ماشومان چې عمرونه یې ۷ او ۹ کاله دي، ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. په خپرو شویو راپورونو کې دا ادعا هم شوې چې توغندی د کوېټ له خاورې توغول شوی، خو د دې ادعا په اړه خپلواکه او رسمي تایید تر اوسه نه دی شوی.

