ډېر لوستل شوي

افغان او ترکي چارواکو پر دوه‌اړخیزو اړيکو او ګډو همکاريو ټينګار کړی

په انقره کې د افغانستان سفارت سرپرست، شیخ سنیع‌الله فرهمند د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له رييس، ارتان یالچین سره د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

ياد سفارت ويلي چې د ناستې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو ټینګار شوی دی. په انقر کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د همکاریو د لا پراختیا لپاره یې د ګډ کار پر دوام هم هوکړه کړې ده.

اړوند خبرونه