امریکايي رسنۍ «سيبياېس» نيوز د خپلو سرچينو په حواله راپور ورکړی چې امریکا او اسراييل د ایران د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو د احتمالي پراخو پوځي عملیاتو لپاره همغږي کوي.
د سرچينې په وينا، که عملیات ترسره شي، ښايي د اوونۍ په پای کې پیل او هڅه وشي چې د دوشنبې ورځې د نړیوالو مالي بازارونو له پرانیستې مخکې پای ته ورسېږي، څو پر امریکا او نړیوال اقتصاد یې اغېزې محدودې پاتې شي.
همداراز ویل شوي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا پوځ ته د احتمالي نوي برید د چمتووالي لارښوونه کړې او دا عملیات ښايي څو ورځې دوام وکړي.
په همدې حال کې یوه امریکايي چارواکي ویلي، ټرمپ د ایران د انرژۍ پر اهدافو د برید امکان په جدي توګه ارزوي، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د ويلو ده چې دا معلومات د امریکايي رسنیو او باخبره سرچینو پر حواله خپاره شوي او تر اوسه د امریکا او اسراييلو له لوري په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

