په اروپا کې د روان اوړي بېساري ګرمۍ او وچکالۍ د ګڼو سیندونو د اوبو کچه تر ریکارډ ټیټې کړې چې له امله یې هغه لرغوني او تاریخي آثار بېرته راڅرګند شوي چې کلونه د اوبو لاندې پټ پاتې وو.
د سي اېن اېن شبکې راپور ورکړی چې د سیندونو د اوبو له کمېدو سره د لرغونو انسانانو او حیواناتو هډوکي، سلګونه کلنې بېړۍ او نور تاریخي توکي ښکاره شوي چې د لرغونپوهانو او څېړونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
کارپوهان وایي، د اقلیم بدلون له امله د تودوخې لوړېدل او وچکالي نه یوازې چاپېریالي اغېزې لري، بلکې د اروپا په سیندونو کې یې پټ تاریخي میراثونه هم بېرته رابرسېره کړي دي.

