ډېر لوستل شوي

نړیوال بانک: د افغانستان ډېره سوداګري د مرکزي اسیا او ایران لوري ته اوښتې

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له خنډونو وروسته، د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ ډېره برخه د مرکزي اسیا او ایران لارو ته لېږدول شوې ده.

د راپور له مخې، اوس د افغانستان د وارداتو او صادراتو د لېږد لپاره د مرکزي اسیا هېوادونه او ایران په مهمو سوداګریزو دهلېزونو بدل شوي، او د وارداتي توکو د پام وړ برخه د همدې لارو له لارې هېواد ته رسېږي.

نړیوال بانک زیاتوي چې د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزو انتقالاتو ونډه د پام وړ کمه شوې او په ځینو برخو کې نږدې صفر ته رسېدلې ده.

راپور څرګندوي چې افغانستان پخوا د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ لویه برخه د پاکستان له لارې ترسره کوله، خو د وروستیو سوداګریزو بدلونونو له امله د مرکزي اسیا او ایران لارې ورځ تر بلې ډېر اهمیت مومي.

اړوند خبرونه