د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران جګړه د افغانستان، ویتنام او کوریا له اوږدمهالو جګړو سره د پرتلې وړ نه ده، ځکه د هغه په وینا امریکا په تېرو پنځو میاشتو کې په ایران کې مهمې لاسته راوړنې لرلې دي.
ټرمپ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د خپلې کابینې په غونډه کې کړې او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان، ویتنام او کوریا کې جګړو کلونه دوام وکړ، خو د ایران جګړه په لنډ وخت کې د پام وړ پایلې لرلې دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ که څه هم د کابینې د غونډې ډېره برخه اقتصاد او کډوالۍ ته ځانګړې کړې وه، خو د وینا پر مهال یې څو ځله د ایران د جګړې موضوع هم یاده کړه.

