ډېر لوستل شوي

امریکا کې د یوه رستورانت دننه ډزې؛ ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د امریکا د ایداهو ایالت په ټوین فالز ښار کې د «اِن اېنډ اوټ» په یوه رستورانت کې د ډزو له امله څو کسان وژل شوي او ټپیان دي.

سي اېن اېن په خپل راپور کې د پولیسو په حواله وايي، په پېښه کې شکمن بریدګر هم وژل شوی دی.

تر اوسه د پېښې د قربانیانو کره شمېر او د ډزو د علت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

اړوند خبرونه