ډېر لوستل شوي

د اسراييلو په هوايي بریدونو کې ۱۸ فلسطینیانو ژوند بایللی

د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا بریدونه د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي برخو کې شوي چې په ترڅ کې یې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو خېمې او استوګنیز کورونه په نښه شوي دي.

راپور زیاتوي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و چې د یکشنبې په ورځ د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان شهیدان شوي وو.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د تېر کال په اکتوبر کې د اوربند له ټینګېدو راهیسې، د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه یو زر او ۲۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اړوند خبرونه