د ایران حکومت دوه هغه کسان اعدام کړي چې د اسراييلو لپاره یې د جاسوسۍ او د پوځي او امنیتي مرکزونو د معلوماتو د شریکولو په تور محکوم شوي وو.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، «امید بهزاد او پوریا صفوت» د روژې میاشتې او ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د اسراييلو د استخباراتي ادارې «موساد» افسرانو او اړوندو ارتباطي چینلونو ته د پوځي او امنیتي مرکزونو مختصات، انځورونه او نور معلومات استولي وو.
ايراني چارواکي وايي، دغو دوو کسانو د یادو معلوماتو په شریکولو سره له اسراييلي استخباراتو سره د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې د پام وړ مرسته کړې وه.
ایراني رسنیو ليکلي، یوه له هغو پیغامونو چې له محکوم شویو کسانو څخه یوه موساد ته استولې، پکې ویل شوي: “د دې مرکز ویډېو هم لرم چې له دې ځایه د بېپیلوټه الوتکې یا جنګي الوتکې پر لور ډزې کېږي، خو انټرنېټ کمزوری دی او ویډېو نه شم استولی.”

