ډېر لوستل شوي

ټرمپ: له ایران سره تازه مذاکرات به دوشنبه پیل شي

د راپورونو له مخې، د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره به نوي مذاکرات د دوشنبې په ورځ پیل شي.

هغه تېره ورځ د “ایر فورس وان” الوتکه کې خبریالانو ته ویلي: “ښکاره خبره ده چې هغوی نه غواړي برید پرې وشي. هغوی د برید له کچې خبر وو، اوس موږ له هغوی سره خبرې کوو او دا خبرې به سبا له غرمې وروسته پیل شي.”

ټرمپ زیاته کړې، که دا مذاکرات بریالي شي نو د ډېرو خلکو ژوند به و ژغورل شي.

د امریکا ولسمشر تردې وړاندې ویلي وو چې پر ایران یې د تر ټولو ستر برید پلان کړی و، خو ایران او سعودي عربستان ونه غوښتل چې دغه برید ترسره شي.

اړوند خبرونه