ډېر لوستل شوي

ټرمپ: پر ایران به مې سخت بریدونه کړي و، خو سعودي او تهران پرې نه‌ښودم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ټاکل شوې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات د دوشنبې په ورځ بېرته پیل شي او که دا خبرې بریالۍ پایلې ولري، د ډېرو خلکو ژوند به وژغورل شي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، پر ایران یې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا تر ټولو ستر برید پلان کړی و، خو د نوموړي په وینا، ایران او سعودي عربستان نه غوښتل چې دا برید ترسره شي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د یوې احتمالي هوکړې د موندلو هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه