ډېر لوستل شوي

روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکې د لوېدو او چاودنې له امله ۷ کسان وژل شوي

د روسیې په سوېل لوېدیځ کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د لوېدو او چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وينا، پېښه د دوشنبې په ورځ په یوه ساحلي سیمه کې شوې ده.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل روښانه نه ده، خو د ځايي مسوولينو په وينا چې څېړنې روانې دي.

اړوند خبرونه