د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې نن د پنځو نړیوالو یو ورځنیو (ODI) سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې یو د بل پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
ټاکل شوې، دغه لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د شمالي ایرلنډ په بریډي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ به د روانې میلادي میاشتې تر ۱۵مې نېټې دوام وکړي.

