ډېر لوستل شوي

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، واشنګټن د برازیل د سفیر ویزه وروسته له هغې لغوه کړې چې برازیل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د نوي سفیر نوماند ته رسمي منظوري ورنه کړه او دوو امریکايي ډیپلوماتانو ته یې هم ویزې ورنه کړې.

د دغه چارواکي په وینا، د امریکا دا اقدام د برازیل د وروستیو ډیپلوماتیکو پرېکړو په غبرګون کې شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیک کړکېچ د پراخېدو نښه ګڼل کېږي.

د امریکا او برازیل اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ډیپلوماتیکو اختلافونو له امله ترینګلې شوې دي.

اړوند خبرونه