ډېر لوستل شوي

خلیل‌زاد: پاکستان د عمران خان له زنداني کېدو وروسته له لا ډېرو بحرانونو سره مخ شوی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان د زنداني کېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي، پاکستان په تېرو درېیو کلونو کې د اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو له امله لا پسې خراب وضعیت ته تللی دی.

خلیل‌زاد پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، که څه هم پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې ځینې لاسته‌راوړنې لرلې، خو د خلکو ژوند او د هېواد عمومي وضعیت يې د تېرو درېیو کلونو په پرتله ښه شوی نه، بلکې اقتصاد یې له جدي بحران سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمېر، بلوچستان او خیبر پښتونخوا له ناامنۍ او تاوتریخوالي سره مخ دي او له افغانستان او هند سره د اسلام‌اباد اړیکې هم تر پخوا خرابې شوې دي.

زلمي خلیل‌زاد ټینګار کړی چې پاکستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د کورني پخلاینې، ملي روغې جوړې او د سیاستونو د بیا ارزونې ته اړتیا لري.

اړوند خبرونه