د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بيبي ته د کورنۍ له غړو، وکیلانو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي حق ورکړي.
یاد سازمان د عمران خان د بند درېیم کال پوره کېدو ته په اشارې ویلي چې نوموړی په دې موده کې له عادلانه محاکمې، مناسبې روغتیايي پاملرنې او د کورنۍ له لیدنې محروم ساتل شوی او د اوږدې مودې لپاره په انفرادي بند کې ساتل شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان همداراز له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د عمران خان د پلویانو د سولهییزو اعتراضونو حق خوندي کړي او د معترضانو پر وړاندې له زورزیاتي او خپلسرو اقداماتو ډډه وکړي.

