ډېر لوستل شوي

د پنځه میاشتنۍ جګړې بیه؛ “د امريکا د مهمو توغنديو زېرمې نږدې ختمې شوې”

رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا پوځ له ایران سره د پنځه میاشتنۍ جګړې پر مهال د خپلو لرې واټن ویشتونکو توغندیو د زېرمې لویه برخه مصرف کړې ده.

دې اژانس په خپل راپور کې د يادو سرچينو په حواله ويلي، په مصرف شویو وسلو کې له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتل‌کېدونکي«ATACMS» او د دقیق برید «PrSM» توغندي شامل دي او سرچینې وایي چې د دغو دواړو ډولونو توغندي نږدې په بشپړه توګه کارول شوي دي.

سرچینې زیاتوي، د دغو زېرمو کمښت ښايي د امریکا د راتلونکو احتمالي جګړو لپاره د پوځي چمتووالي په اړه اندېښنې زیاتې کړي.

همداراز، امریکايي پوځي چارواکو د پاتریوت او نورو هوايي دفاعي سیسټمونو د توغندیو د زېرمو د کمېدو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

بل‌خوا، سپینې ماڼۍ دا اندېښنې رد کړې او ویلي یې دي چې امریکا لا هم د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله ډېر مهمات لري او دفاعي شرکتونه یې د وسلو د تولید د زیاتولو لپاره په پراخه کچه کار کوي.

اړوند خبرونه