ډېر لوستل شوي

اسرائيلي رژيم غزه کې ۲۴ فلسطیني بندیان خوشې کړل

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له اسرائیلي زندانونو د ۲۴ فلسطیني بندیانو تر خوشې کېدو وروسته یې غزې ته د هغوی د لېږد بهیر لارې چارې برابرې کړي دي.

د الجزیزې د راپور له مخې، یادې کمېټې ویلي، دغه بندیان د «کرم ابو سالم» له پولې څخه د خان‌یونس ناصر روغتيايي کمپلېکس ته ولېږدول شول، چې یې روغتيايي معاینات یې ترسره شي.

د فلسطیني بندیانو چارو دفتر ویلي، خوشې شوي کسان د غزې له بېلابېلو ښارونو او کډوالو کمپونو نیول شوي و چې کې یو شمېر سپین‌ږیري هم شامل دي.

یاد دفتر زیاته کړې چې د دغو ۲۴ کسانو په خوشې کېدو سره، د حماس او اسرائیل ترمنځ د «اوربند» د هوکړې له مخې غزې ته د ستنو شویو بندیانو ټول شمېر ۶۳۶ تنو ته رسېدلی دی.

اړوند خبرونه