ډېر لوستل شوي

شهباز شریف او عاصم منیر په یو رسمي سفر سعودي ته ولاړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف او د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ په يو رسمي سفر، سعودي عربستان ته ولاړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، دا سفر به د شنبې تر ورځې دوام وکړي، خو په اړه یې نور جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

دا سفر د اسلام‌اباد او ریاض ترمنځ د نږدې اړیکو په چوکاټ کې په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه سیاسي، اقتصادي او د دفاعي همکاریو اړیکې لري.

اړوند خبرونه