د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، واشنګټن له تهران سره په خبرو بوخت دی او له ایران سره هوکړه تر پوځي اقدامه غوره بولي.
د الجزیرې نن سهار (د زمري ۱۵مه) راپور ورکړی چې ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د نوادا ایالت کې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې ټرمپ ادعا کړې، امریکا تر هغه وړاندې چې ایراني چارواکي د خبرو غوښتنه وکړي، د «دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د تر ټولو ستر برید» ترسره کولو ته چمتووالی نیولی و.
هغه ویلي دي: «موږ د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو ستر برید ته بشپړ چمتو وو، خو هغوی (ایرانیانو) له ما سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې دا کار مه کوئ، راځئ خبرې وکړو.»
خو ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته باید اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

