رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان به نن (جمعه، زمري ۱۶مه) ګډه دفاعي هوکړه لاسلیک کړي.
د رویټرز د راپور له مخې چې د دې هوکړې د لاسلیک په موخه به د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان؛ د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف؛ د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر او د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان ګډه ناسته ولري.
د دغو دریو هېوادونو ترمنځ دا دفاعي هوکړه داسې مهال لاسلیک کېږي چې په وروستیو کې سیمه او منځنی ختیځ له سخت تاوتریخوالي سره مخ دی، او ایران – امریکا یو پر بل تر ټولو بېساري پراخ بریدونه کړي دي.
بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې د ایران پر وړاندې د دوی جګړه ژر پایته رسېدونکې ده.
ټرمپ د خپلو مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي، خو دا یې منلې چې د ایران پر وړاندې د جګړې پرمهال یې د خپلو ځینو مهماتو زېرمې محدودې شوې دي.

