د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ډېزلو او پټرولو د بیو د لوړېدو او زیاتېدونکې ناامنۍ پر وړاندې لاريونونه شوي دي.
د راپورونو له مخې، لاريونوالو د پاکستان حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او له چارواکو یې غوښتي چې د سیمې اوسېدونکو د اقتصادي ستونزو او ناامنۍ د کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
لاريونوالو ویلي، په سیمه کې د ډېزلو او پټرول ترڅنګ د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې هم لوړې شوې چې د خلکو اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې دي. دوی همداراز په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او د امنیت د ټینګښت غوښتنه یې کړې ده.
دا اعتراض په داسې مهال کېږي چې د جنوبي وزیرستان په ګډون د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امنیتي عملیاتو او ناامنۍ له امله د ملکي وګړو د ژوند، اقتصاد او ورځنیو فعالیتونو په اړه له اوږدې مودې راهیسې اندېښنې مطرح کېږي.

