ډېر لوستل شوي

د هرات په «زنده‌جان» ولسوالۍ کې د سمنټو سترې کارخونې ودانیزې چارې سبا پیلېږي 

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې د سمنټو سترې کارخونې ودانیزې چارې پیلېږي.  

دغه وزارت لیکلي چې دا چارې سبا (یکشنبه) د ګلبهار سمنټ شرکت له لوري پیلېږي.

د سرچینې په وینا، تمه کېږي چې د دې کارخونې د سمنټو تولید به شاوخوا دوه کاله وروسته پیل شي، او د ورځې به د درې زره ټن سمنټو تولید ظرفیت ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په یاده کارخونه کې د سمنټو تولید له پیل سره به ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه