ډېر لوستل شوي

ملګري ملتونه: د سوډان جګړې له ۸ میلیونو ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې کړي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانې جګړې له ۸ میلیونو ډېر د ښوونځي عمر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې کړي او د هېواد راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، په سوډان کې جګړه چې د ۲۰۲۳ کال له اپرېل راهیسې روانه ده، میلیونونه کسان بې‌ځایه کړي او زرګونه ښوونځي یې تړلي یا د بې‌ځایه شویو کسانو پر پناه‌ځایونو بدل کړي دي.

راپورونه ښيي چې د هېواد نږدې نیمايي ښوونیزې ودانۍ نور د زده‌کړو لپاره نه کارېږي، چې له امله یې د میلیونونو ماشومانو د زده‌کړو بهیر درېدلی دی.

اړوند خبرونه