د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د حکومتي چارواکو او سوداګرو په یوه ګډه ناسته کې پرېکړه شوې چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره تړل شوې لارې بېرته پرانيزي.
د راپورونو له مخې، په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرینو د تګــراتګ د اسانتیاوو پر برابرولو او د قانوني او منظم تګــراتګ پر رامنځته کولو هم بحث شوی دی.
که څه هم د لارو د پرانیستلو پرېکړه شوې، خو پاکستان لا هم د دې بهیر لپاره مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
بايد وويل شي، د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې څو ځلې ټینګار کړی چې د لارو د بیا پرانیستلو لپاره باید اسلاماباد د دې ډاډ ورکړي چې سوداګریزې لارې به په راتلونکي کې د بېلابېلو دلایلو له مخې بیا نه تړل کېږي.
په همدې حال کې، د لنډي کوتل سوداګرو او اعتراض کوونکو ګواښ کړی چې که د افغانستان پر لور د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د پرانیستلو عملي اقدام ونهشي، په تورخم کې به پرلت پیل کړي او د اعتراض لپاره به اسلاماباد ته ولاړ شي.

