د برازیل په ریو ډي جنیرو ښار کې د یوې سیاحتي چورلکې لوېدو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې راپور له مخې، په پېښه کې د چورلکې پیلوټ او د یوې کورنۍ درې کولمبیایۍ ښځې وژل شوې دي.
بايد وويل شي چې د پېښې د علت په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

