ډېر لوستل شوي

ترکیه، پاکستان او سعودي د دفاع ګډ تړون پراخوي؛ فیدان وايي د ایران پر ضد نه دی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شوی ګډ دفاعي تړون په تخنیکي ډول د ناټو د پنځمې مادې له اصل سره ورته والی لري چې له مخې یې د یوه غړي پر وړاندې برید د ټولو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

فیدان ویلي، دغه دفاعي هوکړه د ایران پر ضد نه ده او د درېیو هېوادونو ترمنځ د متقابلې دفاع پر اصل ولاړه ده.

د نوموړي په وینا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي، دغه ائتلاف لا پراخ شي چې مصر یې د احتمالي نویو غړو له ډلې بلل شوی دی.

اړوند خبرونه