د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که هغه راپورونه سم وي چې امریکا په ایران کې د جګړې له امله د مهمو وسلو له کمښت سره مخ شوې، نو دغه وضعیت ښايي د جګړې د اوږدېدو لامل شي.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه ليکلي: “د امریکا د وسلو د زېرمو احتمالي کمېدل ښايي چین، روسیه او د ایران ځینې کړۍ دې ته وهڅوي چې د ایران جګړه اوږده شي.”
د نوموړي په باور، د امریکا د مهمو وسلو د زېرمو کمېدل کولی شي د جګړې پر دوام او د واشنګټن پر پوځي وړتیا اغېز وکړي.

