د روسیې د لومړي وزیر مرستیال «مارات خوسنولین» وایي، مسکو باید هند او د هند سمندر ته د لاسرسي لپاره د رېل او ټرانزیټ داسې بدیلې لارې وڅېړي چې د هرمز او بسفر تنګیو پر مسیرونو تکیه کمه کړي.
خوسنولین له «ټاس» خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د احتمالي بدیل مسیر په توګه د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې د رېلپټلۍ او ټرانزیټي دهلیز د جوړېدو امکان هم باید وکتل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د روسیې لپاره هر هغه مسیر د ارزښت وړ دی چې دغه هېواد ته د هند او د هند سمندر له سیمې سره د سوداګریزو اړیکو او ټرانزیټي لاسرسي ډاډ ورکړي.
د روسیې د «شمال–جنوب» نړیوال ټرانزیټي دهلیز د پراختیا په لړ کې له افغانستان او پاکستان څخه د احتمالي مسیرونو یادونه هم شوې ده.

