ډېر لوستل شوي

الشرع پوتین ته: له روسیې سره به ټولو پخوانيو تړونونو ته درناوی کوي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ليدنې پر مهال ژمنه کړې چې له روسیې سره به د سوریې ټول پخواني تړونونه او هوکړې رعایت کړي.

الشرع د کرملېن په ماڼۍ کې د خبرو پرمهال ویلي، دمشق به له مسکو سره پر شویو پخوانیو تړونونو عمل ته دوام ورکړي؛ هغه ژمنه چې د سوریې په خاوره کې د روسیې د دوو مهمو پوځي اډو د راتلونکي په اړه د مسکو اندېښنې راکموي.

دا د الشرع له واک ته رسېدو وروسته روسیې ته د هغه لومړنی سفر دی.

نوموړي تېر کال د بشارالاسد هغه حکومت رانسکور کړ چې له مسکو سره يې ډېرې نږدې اړیکې یې لرلې.

اړوند خبرونه